Adele

Hello

Adele
traducción al Pashto icon 112 traducciones icon 112
icon
Álbum:
25 (2015)
Revisión solicitada info ×
Letra original
Inglés
Traducción
Pashto

Hello

سلامونه

سلام (د ټليفون له لارې) زه يم
زما سره سوال دى، پس له دومره کلو
زړه دې دا غواړي سره وګورو،
پر ټولو شيانو بيا کتنه وکړو
دوى وايي
وخت پرهرونه ټکوروي
خو زما زخمونه لا جوړ شوي نه دي
 
سلام، اواز مې اورې کنه؟
زه په کلفورنيا کې يم، چې مخکې څه وو، هغه خوبونه وينم
هغه وخت ځوانان او د مينې له کړاو څخه بېغمه وو
دا مې هېر شوي، چې تر اشنايۍ مخکې څنګه وو
 
خو اوس، زموږ ترمنځ ډېر تفاوت راغلى
او څو مليونه مايله فاصله راغلې
 
له ليرې ليرې سلامونه واخله
ما بايد زر وارې زنګونه وهلاى
چې درته ووايم بخښنه غواړم
د ټولو هغو شيانو په خاطر چې ما کړي
خو چې هر وارې ما درته زنګ وهلى
داسې نه ښکارېدل چې ته به کور يې
 
له ليرې ليرې زما سلام واخله
ما کوښښ وکړ درته ووايمه
ستا د زړګي د ماتولو له کبله
مهمه نه ده، دا ښکاره ده چې دومره هم سره شيندلى نه يې
 
سلام، څنګه يې؟
دا خو عادي ده که زه زړه درته تش کړم
زه بخښنه غواړم، هيله لرم چې ته به روغ يې
ايا توانېدلى يې هغه ښارګوټى هېر کړې؟
هلته چې هېڅ کومه مهمه پېښه و نه شوله
 
دا نو کوم راز نه دى
وخت زموږ له لاسه وځي
 
له ډېره ليرې سلام
ما بايد زر وارې زنګونه وهلاى
چې درته ووايم بخښنه غواړم
د ټولو هغو شيانو په خاطر چې ما کړي
خو چې هر وارې ما درته زنګ وهلى
داسې نه ښکارېدل چې ته به کور يې
 
د يوې پردۍ له خوا سلام ومنه
ما کوښښ وکړ درته ووايمه
ستا د زړګي د ماتولو له کبله
مهمه نه ده، دا ښکاره ده چې دومره هم سره شيندلى نه يې
 
expand collapse Translation details
Salih Salih Salih Salih
submitted on 24 Nov 2017 - 09:13
Give a shoutout to Salih Salih
Reproducir vídeo con subtítulos